د ارواښاد شهید استاد عبدالقادر توانا د علمي، فرهنګي بنسټ (مرکز) پېژندنه
د ارواښاد شهید عبد القادر (توانا) علمي، فرهنګي بنسټ هغه ميوه لرونکي ونه ده چې ویاړلی غنجې او څانګی يي د هیواد (افغانستان) په کچه د اخلاص سر ښندني، ثبات، او استقامت ګلونه شېندي د دی بنسټ په بڼ کې د قوي ایمان، سالمې پوهې او کلکې ارادې دا سی ځوانان روزل شوي چې د اخلاص په ډګر کې دلمر په څېر ځلیدلي، او ملکوتي سپېڅلي شعار یې دعرش په لور زمزمه کړی، د دې ګل بڼ څخه په زرګونه خوانان د علم او پوهي اوچتو پړاونو او هسکو مناروته رسیدلي دي او په زرګونه ځوانان د الله د خوښۍ او د هغه د رضا د حاصلولو په پار د پیغمبرانو دسالار او د شهیدانو د امام حضرت محمد – صلی الله علیه وسلم – سره د زړه له کومې مينه او محبت لري د ګلونو دابن چې د اسلامي انقلاب د شهیدانو او په خانګړي توګه د استاد شهید عبدالقادر توانا په نوم راټوکيدلی (سمسور شوی) او دشهادت معطره وږمو یې نړۍ تسخیر کړې (دا وږمي د نړی ګوډ، ګوډ ته رسیدلی) او دومره په زړه پوری ښکلا، استحکام، (قوت) او ځلائی ورپه برخه کړی چې د هری ورځ او زمان په تېریدو سره ئې د الله په مرسته شهرت، نوم او نښان، برکت او مؤثریت د ولسونو او پرګنو له خوا یي تائید او ملا تړ ورځ تر بلي زیاتېږي د دې مدرسی روزل شوی ځوانان په الهي جذبي او ځانګړی ثبات او استقامت د پلان شوی تګلاری له مخې د اسلام دمقدس دین د لار ښونو په رڼا کې داسلامي انقلاب د ارمانونو د تر سره کولو او د شهیدانو د پاکو وينو څخه دفاع او د دوه ګونو استعماري ځواکونو (شوروي او صلیبي لښکرو) په خلاف د پاڅون په صورت کې میدان ته راوتلی، له همدې کبله نوموړي بنسټ تاسېس له ورځی څخه د دښمنانو او پوچ مغزه منافقانو د سترګو اغزی دی چې په هيڅ صورت کې زغم ته تیار ندي د نوموړي ځلانده بڼ د لمنځه وړلو لپاره ګڼ شمېر ډلو، ټپلو ناکامی هلی ځلی په کار اچولي خو د ماتې رسوایۍ، ذلت او ناهیلۍ څخه پرته يې نور څه ندي تر لاسه کړی د شهید استاذ توانا علمی او فرهنګي بنسټ یو سپیځلي خوځښت دی چې په اصولو او منطق ولاړ او د اسلامی ټولنی د ارزښتونو او ضرورتونو تمثیل او ترجماني کوي د نوموړي بنسټ رښتني بچیان د ایمان او تقوی په قوت ژوندۍ او تلپاتې لاس ته راوړنې لري دا هغه با احساسه ځوا نان دي چې زړونه يي په الهي نور سره منور او د خپل هیواد او ولس په وړاندي دمسؤلیت احساس کوي او تل لپاره هڅه کوي چې د خپل عزت او شهامت توغ رپانده و ساتي او خپل مؤثر، فکري، فرهنکي او علمي شتون د ټولنې د بې وزله خلکو سره دمرستې په صورت کې عملا ثابت او د خپل شرافت خپلواکۍ او داسلام په چوکات کې دخپل ملت د ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کوي – دا بنسټ د الله په مينه مست هغه فکري خوځښت دی چې د صليبي لښکرو په وړاندې دپاڅون په موښه د شهیدانو دبچو د روزني مفکوره را ژوندۍ کړه – او د صلیبی لښکرو د ما تی او دبی شرمانه وتلو څخه ورسته یې مسؤلییت څو برابره زیات او په یوستر ازمیښت کې قرار لري. داسې ازميښت چې له هغه څخه وتل ابراهمي ایمان او اسماعیلي شهامت (جرأت) غواړي د اسلامی انقلاب بچیان چې دشهید استاذ توانا په علمي او فرهنګي بنسټ کې تنظیم شوي دي د یوې الهي جامع مفکورې په لرلو سره لکه چې دهمدې بنسټ دنوم څخه څرکنديږي د ټولني د هر وګړی په اوږه د نیکمرغۍ هما ته ځای ورکړی، په خپلی ژمنی، تقوی، عزم او فولادی ارادی، همت، عدالت، زیرکۍ، او د زمان د غوښتنو سره سم په پوره احساس او بیدار ۍ د شهیدانو د ارمانونو د ترسره کولو لپاره میدان ته رادانګي او په ټولنه کې د بیدارۍ روحیه تانده ساتي.
په رښتیا چې دشهید توانا فرهنګي او علمي بنسټ یو روښانه او سپيڅلی هویت او مفکوره ده چې ټولې کړنې د الله درضا دحاصلولو لپاره دي او دهمدي هدف لپاره که دهیواد په هره سیمه کې ضرورت ولیدل شی نو دبنسټ دشهیدانو وارثین په پور اخلاص سره خدمت ته چمتو کیږی او په دی اړه به د هر فرصت څخه پوره ګټه اخلي. امکان لری چې د بنسټ غړی د فرهنګي یرغل په خلاف قوي صف جوړ، او یا دا چې د دښمن دبیلا بیلو نقشو او پلانونو د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي او په هر خای کې که د شهیدانو ورثه خپل فعاله او معنا داره حضور په عملي ډګر کې ثابت کړي نو ګورو چې په هر لوري کې به شیطاني خوځښتونه لکه د دوبي په سخت لمر کې چې واوره وېلې کیږي لمنځه لاړ شي او بیا به د مقابلي توان نه لري او دغه شیطاني خو ځښتونه به خپل ځای میني، محبت، ورور ګلوۍ، امنیت او سوکالۍ ته پریږ دي له بده مرغه د اشغال په دوره کې یوشمېر کړیو په شعوري ډول او یو شمېر نورو د حسد له مخې ناکامه هڅه وکړه چې تر څو دشهدانو ورثه دشهید توانا په علمی مرکز کې د انسجام څخه منع او په دې علمي مرکز یرغل وکړي او په خپلو تبرونو او تیشو سره يې غوښتل چې مرکز له بیخه ونړوی خودا ټولی هلی ځلی له خاورو سره خاوری شوې، او د مرکز ورونو ته يي لږ سرخوګی راپیدا کړ خو مرکز لاهماغسی د ټولنې د بې وزله خلکو په خدمت کې دی – او غرضي ناروغه خلکو ته نور دمزاحمت هیڅ مجال ندی پاتي، او د دې نه ورسته د ماده پرستو، ډله بازو، قوم پالونکو، قومي او ژبني تعصباتو ته د لمن و هونکو لپاره هیڅ ځای نه دی پاتي، او د دې ټولو په خلاف يي د مبارزې غږ پورته کړی، داځکه چې د اسلامی انقلاب وارثین هغه شخصیتنونه دي چې دعمل ډګرته په اخلاص سره رادانګي او د ستونزو مقابله کوي دزمانې ګرمي او سختي په پوره میړانی سره زغمي او د شهید توانا د علمي او فرهنګي بنسټ پلویان دبیلا بیلو صنفونو څخه دمحصلینو، دولتي کار مندانو، بزګرانو او عامو کار ګرانو په شمول په دې علمي مرکز کې په پوره اخلاص او پاکو ولولو سره د اسلام د حاکمیت او د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي د شهید توانا د علمي او فرهنګي بنسټ بچیان د قوي صبر او سترې حوصلې لرونکي دي او په ګڼ شمېر قضایا وکې په پوره دقت سره قدم اخلي ددوي ټولې کړنې او علمي برنامې په شعوري ډول د یوه پلان له مخې عملي کيږي فراست او بصیرت يي د تقوی او د الله څخه دویری په اساس ترلاسه کړي لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي [اتقوا فراسة المؤمن لانه ینظر بنور الله عز جل] یعني د مؤمن دفراست څخه ډډه وکړئ ځکه چې هغه هرڅه ته د الهي نور په وسیله نظرکوي.
په همدی اساس دشهیدانو دبچو د تشخیص قوه د قرآن کریم د لار ښونو په رڼا کې فوق العاده مؤثره او تل پاتی ده.
نظرات بسته شده است.